په يمن کي 5 ميليونه ماشومان د روغتيايي ستونزو له گواښ سره مخ دي

په يمن کي ۵ ميليونه ماشومان د روغتيايي ستونزو له گواښ سره مخ دي يونسف له دي سره ويلي پر دي هيواد د سعودي عربستان هوايي بريدونه ددي ستونزي د ډيرښت لامل گرځيدلي

د ملګرو ملتون د ماشومانو ځانګې په یوه ریپوټ کې چې تیره ورځ په جینو کې خپور شو ویلي: پّ یمن کې نږدې دوه نیم میلیونه ماشومان د اسهال، یو اعشاریه درې میلیونه د عفونت، یو نیم میلیونه د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي په داسې حال کې چې اوس مهال درې سوه اویا زره ماشومان په خوار ځواکۍ اخته شوي دي.

یونسف زیاته کړې: دوی د سپتامبر میاشتې له څلور ویشتمې تر نهه ویشتمې د ماشومانو او میرمنو د روغتیا لپاره ځینې برنامې تر لاس لاندې نیولې وې چې خوار ځواکي او پر میرمنو د جنسي تیریو د مخنیوي برخې یې را نغښتې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ځانګې ویلي: په دې پلان کې له شپږ سوه زره ډير ماشومانو او له یو سل اتیا زره امینداورې میرمنې تر پوښښ لاندې راوستل شوې وي او دوی ته د ویټامینونو د ورکولو سربیره له زیږون مخکې ځینې لارښونې شوې دي.

دې سازمان په یمن کې د خپل استازي له خولې ویلي: په دې روغتیایي برنامه کې له څلور زره ډیرو کسانو، چې اته سوه اتیا یې نرسانې او څارونکې وو د یمن په درې سوه دري دیرشو سیمو کې له خپلو ټولو وسایلو سره ځای پر ځای شوې وو.

د یونسف په وینا، پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونو ډيری کسان له ستونزو سره مخ کړي او د میلیونونو ماشومانو او میرمنو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د یمن نږدې دوه کلنه جګړه کې لس زره کسان وژل شوي په لسګونه زره نور ټپیان او په میلیونونه کډوالی ته اړ شوي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د تیر کال وري میاشتې راهیسې پر دې هیواد هوایي بریدونه، واک ته د عبدروبه منصور هادي د را ګرځولو په موخه پیل کړي دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *