په هند کې افغان سفیر پر پاکستان د هند د بریدونو ملاتړ کړی دی

په هند کې افغان سفیر پر پاکستان د هند د بریدونو ملاتړ کړی دی

افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې په شکمنو جنګیالیو د هند پوځي عملیات وستایل. هند د پنجنشنبې په ورځ وویل د هغو جنګیالیو پرضد یې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پټه د هند خاورې ته ننوځي او په لویو ښارونو کې بریدونه کوي.

هندي چارواکو ویلي عسکرو یې په لسهاوو جنګیالي وژلي او له لمر لوېدو مخکې بیرته خپلو اډو ته ستانه شوي خو د دغو عملیاتو په اړه یې د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې. په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په نوي ډیلي کې په یو خبري کنفرانس کې وویل:

” زه د تروریزم پرضد جنګ کې د هند د صدراعظم ښاغلي مودي زړورتوب او جدیت ستایم او د سیمې ټول هیوادونه باید له هغه څخه ملاتړ وکړي”.

دغه عملیات له پاکستان سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر په ګډه پوله کې د هندي ځواکونو په یوې اډې باندې د کشمیري جنګیالیو له خوا د سپتمبر په اتلسمه د شوي برید په ځواب کې شوي. په هغه برید کې ۱۸ هندي عسکر وژل شوي وو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي تیره هفته خبردارۍ ورکړی وو چې د دغه برید مسببین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

پاکستان د هند له خوا د دغو عملیاتو د کولو ادعا رد کړې خو ویلي دي چې د پولې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله شوې چې له امله یې دوه پاکستاني عسکر وژل شویدي

له بلې خوا د پاکستان په ختیځ ښار لاهور کې د تندلارې ډلې لشکر طیبه مشر حافظ سعید د جمعې په ورځد دوه وژل شوو پاکستاني عسکرو په جنازه کې راټولو شوو خلکو ته په وینا کې له پاکستان څخه وغوښتل چې له هند څخه په کشمیر کې دملکیانو د وژنې غچ واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *