په فراه ولايت کي 5 تنه افغان کماندو د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کي وژل شوي

په فراه ولايت کي ۵ تنه افغان کماندو د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کي وژل شوي او د چتک غبرګون د قطعی یوه سرتیري په ګډون شپږ نور ټپیان دی د فراه ولايت بالا بلوک ولسوال سيد محمد ويلي پيښه تيره ورځ ناوخته د کنسک په سيمه کي رامنځ ته شوې ده

د بالا بلوک ولسوال سید محمد ویلي: په دې سیمه کې د عملیاتو پر مهال امریکایي ځواکونو، د ملي اردو پر کماندو برید کړی چې له امله یې د کماندو پنځه سرتیري وژل شوي او د چتک غبرګون د قطعې یوه سرتیري په ګډون شپږ نور ټپیان دي. د دې سیمې یو شمیر اوسیدونکو هم ویلي، په دې برید کې د ملي اردو اوه سرتیري وژل شوي دي، د سیمه ایزو خلکو په وینا په دې سیمه کې د بریدونو پر مهال د دولت دیری وسله وال مخالفین هم له منځه تللي.

د فراه والي ویاند محمد ناصر مهدوي دا برید رد کړی خو ویلي یې دي چې په دې سیمه کې عملیات دوام لري. دا پّ داسې حال کې ده چې تیره اونی هم په ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې اولس ملکي کسان وژل شوي او یو شمیر هم ټپیان وو.

امریکایي ځواکونو ویلي د ننګرهار د برید په هکله یې پلټڼې پیل کړې دي او په کابل کې د ملګرو ملتونو دا برید غندلی ویلي یې دي، چې د ننګرهار په برید کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

له کله چې په هیواد کې د امریکایي ځواکونو بریدونه ډیر شوي ور سره د ملکي کسانو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. دا هغه تیروتنې دي چې د سلګونه ملکي کسانو ژوندیې اخستی دی او له دې بریدونو څخه افغان ځواکونه هم بې پرخې ندي پاتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *