په افغانستان کي د انټر نيټ بيه د امريکا په پرتله 130 برابره لوړه ده

په افغانستان کي د انټر نيټ بيه د امريکا په پرتله ۱۳۰ برابره لوړه ده او په سيمه کي يواځینی هيواد دي چي پکي په لوړه بيه بي کيفيته انټرنيټ وړاندې کیږي

د مخابراتو اقتصاد وزارتونو د سوداگرۍ او اترا ادارو د انتر نيت خدماتو د لوړوالي او تر دوه زره شلمه انټرنيټ ته د پنځه لسو ميليونو کسانو د لاس رسي پلان وړاندې کری دی

په خلاص لاس لاس رسی او د سیالیو قانون هغه پلان دی چې د مخابراتو په برخه کې پانګوالو ته لاره پرانیزي. تر اوسه په دې برخه کې لویه ستونزه د مخابراتو په برخه کې د انحصار وه خو اوس دا وزارت له نورو اړوندو وزارتونو سره په ګډه هڅه کوي ترڅو په دې برخه کې د پانګونې ته لاره پرانیزي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په وینا اوس مهال په افغانستان کې د انټر نیټ بیه د امریکا په پرتله یو سل دیرش برابره لوړه ده. د سوداګری او صنایع خونې مسولینو هم ویلي، افغانستان په سیمه کې تر تولو بې کیفیته انټرنیټ په لوړه بیه وړاندې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزیر هم ویلي دوی هڅه کوي ترڅو تر دوه زره شلمه پنځه لس میلیونه وګړي با کیفیته او ټیټه بیه انټر نیټ ته لاس رسی پیدا کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *