ملګرو ملتونو په اچین کې هوایي برید غندلی دی

ملګرو ملتونو په اچین کې هوایي برید غندلی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما) په یوې اعلامیه کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ په ولسي خلکو د امریکايي ځواکونو د ډرون برید وغانده او د بې طرفه تحقیقاتو د کېدو غوښتنه یې کړېده.

دغه برید چې د چارشنبې په ورځ وشو په کې ۱۵ ولسي خلک وژل شویدي.

” یوناما له افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونوڅخه غواړي چې د دغې پېښې په هکله دقیق او بې پرې څیړنې وکړي.”

په وژل شوو کسانو کې د ښوونځي زده کوونکي، یو ښوونکی او د هغو کورنیو غړي شامل دي چې ویل کیږي د حکومت ملاتړي وو.

امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیې ویلي د اچین په ولسوالۍ کې یې د بمبارۍ هدف د داعش جنګیالي و او د ملکي تلفاتو په هکلهد معلوماتو په راټولولو کارکوي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي او په دې برخه کې له تحقیقاتو سره همکاري ته چمتو دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *