دارزګان او هلمند د نیولو پلانونه شنډ شوي دي

دارزګان او هلمند د نیولو پلانونه شنډ شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې، طالب وسله والو په تیرو شپږ میاشتو کې په پرله پسې توګه د هلمند او ارزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د افغان د پوځ یو لوړپوړې چارواکی وایي، په تیرو شپږ میاشتو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د سیمې د استخباراتو په ملتیا غوښتل چې د هلمند او ارزګان ولایتونه ونیسي، خو افغان ځواکونو يې دا هڅې شنډې کړي دي.

د افغانستان د اتل قول اردو قوماندان جنرال داودشاه وفادار نن په کندهار کې د څلورو ولایتونو د امنیتي ادارو د چارواکو یوې ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې د خپلو وسله والو مخالفانو هغه هڅې یې شنډې کړي چې په تیرو شپږومیاشتو کې په هلمند او ارزګان په ولایتونوکې په افغان امنیتي ځواکونو د پراخه او پرله پسې بریدونو په ترڅ کې یې غوښتل چې دا دواړه ولایتونه ونیسي.

جنرال وفادار وویل، چې اوس دوی چمتوالی نیسي چې په نا امنیه سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره د ژمي د موسم له پیل وړاندې نظامي عملیات پيل کړي .

جنرال وفادار وویل “تیرې شپږ میاشتې له امنیتي پلوه سختې میاشتې وې ، وسله والو غوښتل چې د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره د با لقوه طاقت په ښودلو سره ځينی مهم ولایتونه تر خپل واک لاندې را ولي خو دې هف ته ونه رسیدل او پدې کې ورسره د سیمي استخبارات بشپړه هکار وو “.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *