هلمند كې تیره شپه د هوایي بریدونو له امله ۲۵ وسله وال وژل شوي
هلمند كې تیره شپه د هوایي بریدونو له امله ۲۵ وسله وال وژل شوي
په هلمند ولايت تېره شپه د امنيتي ځواکونو هوايي بريدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي، ۵ نور وسله وال ټپيان شوي او يو شمېر درنې وسلې يې ويجاړې شوې دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د باباجي په لويه هديره سيمه کې د امنيتي ځواکونو هوايي بريد کې طالب قوماندان عمري له خپلو ۱۲ ملګرو سره وژل شوى دى.
سرچينه زياتوي، دغه راز د نادعلي ولسوالۍ خوشال کلي کې امنيتي ځواکونو هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په همدې حال کې د نادعلي ولسوالۍ په «ګروپ ۶» سيمه کې امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک په مټ د دښمن يو موټر او دهشکه ويجاړ کړي دي.
سرچينه همدارنګه وايي، چې په يو جلا بريد کې د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې امنيتي ځواکونو د وسله والو يو زيکويک او موټر له منځه وړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.