د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې د سوریې او کډوالو په هکله خبرې کیږي

د نړۍ مشران په همدې روانې اوونۍ کې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپآره راټولیږي.

تمه کیږي چې د سوریې جګړه او د مهاجرینو بحران به د سږکال د غونډې مهمې اجنډاوې وې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په نړۍ کې شاوخوا پنځه شپیته میلیونه خلک د جګړو، طبیعي پیښو او غربت له وجې دیته مجبوره شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د متحده ایالاتو پر وخت نن دوشنبه د دغو بې ځایه شویو خلکو او پنا غوښتونکو د ستونزو د څیړولو لپاره د نړۍ د مشرانو یوه غونډه جوړوي. په غونډې کې د بې ځایه کیدو په علتونو او د داسې یو نړیوال کاري چوکاټ رامنځته کول دي چې د نړۍ ټول هیوادونه د مهاجرینو او پنا غوښتونکو په برخې کې د خپلې برخې مسؤلیت په غاړه واخلي.

” د نړۍ زیات هیوادونه باید هغو خلکو ته پخپلو هیوادونو کې د میشت کیدو اجازه ورکړي چې د جګړې له وجې بې ځایه شویدي. هیوادونه باید د مهاجرت په ګټو پوه شي. او بله دا چې ټول خلک په هر ځای کې چې دي، باید د مهاجرینو، پنا غوښتونکو او اقلیتونو سره د دښمنۍ په خلاف دې خپل غږونه راپورته کړي. “

د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما هم نن د سه شنبې په ورځ د نړۍ د مشرانو د یوې غونډې کوربه توب کوي. په غونډې کې حکومتونه پدې خبرې کوي چې څنګه د مهاجرینو او پنا غوښتونکو سره مالي مرستي وشي او د ښوونځیو ته د تلو او کارونو د پیدا کولو فرصتونه ورته برابر شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمنتا پاور وایي چې د دې غونډې یو هدف دا دی چې د مهاجرینو لپاره یو نړیوال ائتلاف جوړ شي. هغي وویل،

” مونږ په سبانۍ غونډې کې د مهاجرینو بحران نشو حل کولی خو تاسو به وګورئ چې د دې بحران د حل لپاره به د نړۍ مشران مهمه سیاسي اراده وښیي. “

اکثره خلک چې د جګړو له وجې بې ځایه شویدي، د سوریې خلک دي. ملګري ملتونه وایي چې د جګړې له وجې د دې هیواد سم نیمایي خلک بې ځایه شویدي.

د نړۍ مشرانو دا درک کړیده چې تر څو په سوریه کې سوله او امنیت نه وي راغلی، خلک به همداسې بې ځایه کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تقریباً یوه اوونۍ کیږي چې په سوریه کې د اوربند اعلان کړی چې له مخې به یې په هغه هیواد کې تشدد یو څه کم شي او مرستندویه مواد به خلکو ته ورسیږي چې سخته اړتیا ده ورته. خو ملګري ملتونه وایي چې لا هم اوربند په بشپړه توګه ندی نافذ شوی.

د اوربند ناکامي او کامیابي به ښایي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غړیو هیوادونو د مشرانو د بحث مهمه موضوع هم وي چې د سوریې په هکله یې کوي.

داسې امکانات هم شته چې د سوریې د ملاتړ د نړیوالې ډلې د بهرنیو هیوادونه هم په همدې روانې اوونۍ کې په نیویارک کې غونډه وکړي او پدې هکله به خبرې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *