د منا په هکله د یوه عراقي خبریال ریپوټ

نن د اختر دوهمه ورځ ده چې د ۱۳۹۴ کال سره سره سمون لري په معمول ډول حاجیان له مشعر الحرام څخه د منا په لور حرکت کوي او له دې وروسته د جمعرات په لور په کوم ځای کې چې شیطان په کاڼو ولي رسیږي.

له دې سره چې په دې ورځ د حاجیانو اندازه د تیر له مخې کمه وه خو د تجربې له مخې چې دې ځای ته مې لس سفرونه کړې وو دا احساس وکړ چې شرایط غیر عادي دي او بیروبار غیر طبعي دی. د جمرات په لور د بیر وبار له امله په څینو سیمو کې دریدو ته اړ شوم او یو دلیل یې هم ډیره ګرمي وه، ډیر ژر مې ځان د حاجیانو په لیکو کې ځای پر ځای کړ او وروسته مو حرکت وکړ چې له معرکې ووتلو.

کله چې د جمرې شا ته ( لوی شیطان) ته ورسیدو له مخکې حالاتو شرایط ډير سخت نه وو یعني دا چې د جمرات په لور په نامنظم ډول او بیر وبار سره حرکت شوی وو… .

په هغه لاره چې ډيری افریقایانو، هندیانو او پاکستانیانو حرکت کاوه په کامله توګه وضعیت ناسم ښکاریده حاجیان له ګرمي سره مخ شوې وو دوی د څښلو اوبه نه درلودې او د وتلو لاره بنده شوې چې دا په خپله د حاجیانو په منځ کې د ویرې د رامنځ ته کیدو لامل وو.

له دې سره چې سعودي عربستان وایي چې جاجیانو ته د چوپړتیا په موخه له چورلکو او هوایي سرتیرو کار اخلي خو د منا څخه چې د حج مراسمو ډير له بیر وبار څخه ډک حالت وي هیڅ ډول څارنې شتون نه درلود او کله چې د هوا له لارې بیر وبار لیدل کیده دا سې معلومیده کولای یې شول چې حاجیانو ته یې پّ هغه لاره د تګ حکم کړی وی کوم چې د افریقایي او مصري کاروانونه روان وو.

په دې سیمه کې ډيرو کمو پولیسو ته دنده سپارل شوې وه او د تجربې له مخې دا سې ښکاریده چې کومه پیښه رامنخ ته کیدونکي ده او دا چمتوالی د حاجیانو د بیر وبار لپاره کم وو.

د عربستان په سرتیرو کې لګ شانته چمتوالی هم نه تر سترګو کیده له دې سربیره چې له څو ساعتونو وروسته یې د وژل شویو حاجیانو په را ټولولو پیل وکړ او ډیریو ټپیانو د وژل شویو کسانو په منځ کې په ژوندوني د مرګ لیدنه وکړه.

د هغه کسانو په وینا چې د ورځې په پای کې د وژل شویو کسانو د پيژندګلوی لپاره سیمې ته ورغلي وو ویلي دوی دا سې کسان ولیدل چې نفس به یې ایسته او وینه به یې قی کوله.

پیښه نږدې د سهار په اتو او پنځه څلویښتو دقیقو کې رامنځ ته شوه خو د مازدیګر په څلورو بجو یې د ټبیانو نبض لیده.

عربستان له دې ډول پيښو څخه د اوږو د سپکوالي تجربه لري لکه له دې پیښې وروسته د معیصم په تونل کې د ۱۳۶۸ کال کې د وژل شویو کسانو له مسولیته د اوږو سپکول له دې وروسته د حاجیانو په کیږدیو کې د اور لګیدل، د غازو له امله د حاجیانو مسمومیدل د حج په مراسمو کې د حاجیانو ځورول او د پیښو د رامنځ ته کیدو پر مهال حاجیانو ته د درملنې نه وړاندې کول.

د حاجیانو ترمنځ ویرې شتون درلود او دوی له دې ویره درلوده چې کیدای شې دا ډول نورې پیښې هم رامنځ ته شي او دوی د مسجد الحرام په لور حرکت وکړ. یعني دا چې د پيښې له رامڼخ ته کیدو وروسته خلکو په تیښته لاس پورې کړې او ډيری کسان هم تر پښو لاندې شوي دي.

د حقیر په آند دا پیښه کیدای شي په یمن کې په جګړه کې د ښکیلو سرتیرو د ګډون له امله د امنیتي سرتیرو د کمښت او د تودې هوا له امله رامنځ ته شوې وي له دې سره د حجاجو ډیرښت هم یو له لاملونو څخه کیدای شي او ددې مسله چې په یوه مقدس ښا رکې رامنځ ته شوې قضا او او عدالت یې د لوی څښتن تعالی ته سپارو.

د لیکوال په آند دا پیښه د سعودي عربستان د چارواکیو د ضعیف مدیریت له امله رامنځ ته شوې ده او باید ددې ډول پیښو د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *