د بشر حقونو د شورا 35 هیوادونو له لوري د آل خلیفه محکومیت
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو پنځه دیرشو هیوادونو د بحرین د ال خلیفه حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې ده او په دې هیواد کې یې د سمون د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.
د مراه بحرین له خولې د مهر خبري آژآنس دریپوت له مخې، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په لسګونه هیوادونو، ددې شورا په درې دیرشمه ناسته کې په بحرین کې د آل خلیفه د رژیم کړنې غندلې دي.
ددې ریپوټ پر بنست د بشر حقونو د پنځه دیرشو هیوادونو له دې سره چې د بحرین پر حکومت د خپلو مخالفینو ځپل غندلي، په دې هیواد کې یې د سولې او ټیکاو لپاره د ځینې اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې ده.
په همدي دول اروپایي تولنې د بشر حقونو په شورا کې د یوې بیانیې په صادرولو سره چې د انګلستان په ګډون اتو هیوادون ترې ملاتړ کړی دی، د آل خلیفه حکومت له لوري یې د تابعیت د لغوه کولو په هکله اندیښنه ښودلې ده.
د اروپایي تولنې په بیانیه کې ویل شوي: د بحرین د الوفاق ګوند منحلول او ددې ګوند د مشر علي سلمان تر اوږدې مودې بندي کول چې ترنهو کلونو به دوام ولري، د بشر له حقونو د مدافعینو نیول لکه «نبیل رجب» او دوی ته د ال خلیفه د حکومت له لوري د سزا ورکول او د پیژندل شوی کسانو د تابعیت اخستل لکه د «شیخ قاسم » په هکله اندیښمند دي.
ددې بیانیې په لړ کې ویل شوي: اروپایي ټولنه د بحرین دولت په دې هیوا کې د سمون راوستلو او ټیکاو په موخه اصلاحاتو ته را بولي ترڅو په داسې شرایطو کې د ظلم پر وړاندې آزادي او په ترڅ کې یې سوله ایزې خبرې وشي او تاوتخریوالی هم کوم ځای ونلري.
د ویلو وړ ده چې له پنځو کلونو راهیسې د بحرین یو شمیر خلک د دولت پر وړاندې لاریونونه تر سره کوي او پّ دې هیواد کې د سمون او اصلاحاتو غوښتونکي دي. درې میاشتې وړاندې د ایت الله عیسی قاسم چې په دې هیواد کې د شیعیانو مشر دی تابعیت لغوه شو او د تیرې پنجشنبه په ورځ محاکمه شو.