امریکا په افغانستان کې له فساد سره مبارزې ته باید لومړیتوب ورکړي

امریکا په افغانستان کې له فساد سره مبارزې ته باید لومړیتوب ورکړي

له دې سره سیګار ویلي: ولسمشر غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله په خپلو دندو کې ریښتینې دي.

د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی مفتش (سیگار) وایي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت دواړه مشران د فساد سره د مبارزې لپاره رښتینې ژمنه کړې خو په دې هکله د جدي مخالفتونو سره مخامخ دي.

د سیگار مشر جان ساپکو د چارشنبې په ورځ په واشنگټن کې په یوه غونډه کې وویل “زه فکر کوم چې تاسې اوس د حکومت دننه په لوړه کچه د یوې سیاسي ادارې شاهد یاست او هغه د حکومت په ځنیو اقداماتو کې منعکسه شوی ده”.

ښاغلي ساپکو وویل له دې سره چې د ځواکمنو افغانانو یو قشر له فساد نه گټه اخلي، خو د افغانستان د دولت ټول مقامات او کار کوونکي په فساد ککړ نه دي.

خو بیا هم د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د مفتش دفتر په پخل تازه راپور کې پراخ فساد د افغانستان د بیارغونې خنډ گڼلی او د افغان او امریکایي مقاماتو یې غوښتي چې چې د فساد په وړاندې مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

امنیت، سیاسي ثبات او پرمختیا هغه موارد دي چې ددې راپور د جوړونکو په باور یې د فساد په شتون سره تاواني شوي دي.

ښاغلي ساپکو ددې راپور د خپرولو په ترڅ کې په افغانستان کې د فساد مختلف اړخونه وڅیړل او زیاته یې کړه چې فساد د دولت په وړاندې د خلکو د غوسې سبب شوی او یاغیتوب یې غښتلی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *