په فراه کې دولس تنه تښتول شوي مسافر خوشې شول
په فراه کې دولس تنه تښتول شوي مسافر خوشې شول د فراه ولايتي چارواکي وايي، هغه دولس تنه مسافر چې اوه ورځې وړاندې د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتول شوي وو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې تيره شپه بيرته راخوشې کړي دي.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وويل، تيره اونۍ وسله والو په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوهنتون ۱۲ محصلين چې د اختر د رخصتيو لپاره خپلو کورونو ته روان وو له موتړو کښته کړي او له ځان سره يې وړي دي.
مهري زياته کړه، تښتول شوي کسان تيره شپه د والي محمد آصف ننګ او د سيمې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د تښتوونکو له منګلو وژغورل شول.
محمد ناصر مهري د تښتول شوو مسافرو د خلاصيدو په باب نور جزئيات ورنکړل، خو زياته يې کړه چې دوی ټول د بدخشان ولايت اوسېدونکي دي.
د بالابلوک ولسوالۍ د نا ارامو ولسواليو په ډله کې ده چې په ځينو برخو کې يې وسله وال طالبان فعاليت کوي.
د افغانستان په لويو لارو په وروستيو مياشتو کې د سړي تښتونې پيښې ډيرې شوې دي.