پاکستاني پوځ د داعش تر نامه لاندې له افغان ځواکونو سره جگړه کوي

پاکستاني پوځ د داعش تر نامه لاندې له افغان ځواکونو سره جگړه کوي

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي: د ترهگرۍ ځالې او روزنځايونه د پاکستان په خاوره کي دي او زمونز پر وړاندې د پاکستاني پوځ جگړه د زغملو وړ نده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلی: اوس مهال د هیواد په اولسو ولایتونو کې جګړه روانه او په هیواد کې لس ډوله وسله والې ډلې په بیلابیلو نمونو شتون لري او دا ډلې پاکستان رامنځ ته کړې دي چې ډيری کسان یې د پاکستاني پوځ غړي دي. د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ کې نښتو په نغوتې سره ویلي: په جاني خیلو ولسوالۍ چې جګړه د پاکستان جګړه ده او هغه کسان چې د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي د پآکستان پوځیان دی.

د پکتیا ولایتی شورا غړیو هم درې ورځې وړاندې ویلي وو، پاکستاني څرخي الوتکې وسله والو طالبانو ته پوځي توکي راوړي او د جګړې له ډګره ددوی ټپیان او مړي وباسي. ښاغلي صدیقي یوځل بیا له نړویوالې ټولنې وغوښتل ترڅو پاکستان ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي او پر دې هیواد فشار راوړي ترڅو د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *