د کویټ بهرنیو چارو وزیر: سعودي د حوثیانو پر وړاندې خپل سیاست تجدید نظر کړی دی

د کویټ بهرنیو چارو وزیر: سعودي د حوثیانو پر وړاندې خپل سیاست تجدید نظر کړی دی.

د کویټ بهرنیو چارو وزیر د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د دریځ د بدلون په هکله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

شيخ صباح خالد الحمد الصباح د کونا په نامه د کویټ رسمي خبري آژآنس سره په مرکه کې ویلي: د یمن په چارو کې د حوثیانو د حق او سیاسي کړی کې ددوی د دوی د ګډون په هکله د عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر څرګندونو مونږ غافلګیره کړي یو. د سعودي بهرنیو چارو وزیردا څرګندونې ددې ښکارندویي کوي چې سعودي عربستان په یمن کې له یوې کلنې جګړې وروسته د حوثیانو په هکله خپل سیاست ته بدلون ورکړی دی.

د کویټ بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ماڅخه په ټلفوني خبرو کې غوښتي ترڅو د کویټ خبرو ته حوثیان راوبولم. زه په یاد لرم چې د خبرو په تیر پړاو کې هم ده له خبرو وروسته په ځانګړو دوه اړخیزو خبرو کې ماته وویل: هر ډول چې کیږي حوثیان خبرو ته بیا را وګرځوی ځکه چې زمونږ لپاره د عربستان او د پولې ته نږدې د خلکو امنیت ډیر مهم دی، خو حوثیانو ددوی دا غوښتنه رد کړه. ده زیاته کړې: کویت به د شخړو په له منځه وړلو، د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د نږدې والي په برخه کې له ټولو هڅو کار واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *