د ټرامپ له لوري د ولادیمیر پوتین ستاینه

د امريکا د ولسمشريو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالد ټرامپ د امريکا پر اوسني حکومت د نيوکې ترڅنگ ويلي ولاديمير پوتين د پارک اوباما په پرتله خو برابره ښه مشر دي

ډونالد ټرامپ چې له ان بي سي ټلویزیوني شبکې سره مرکه کوله ویلي: ولادیمیر پوتین پر خپل هیواد کلک کنترول لري او په ډې سره یې د روسیې د ولسمشرستاینه کړې ده. ده ویلي له دې سره چې په روسیه کې په بشپړه توګه بیل ډول نظام شتون لري او زه یې نه خوښوم خو په هغه نظام کې زمونږ د ولسمشر په پرتله په کراتو ښه مدیریت لري. د امریکا د ولسمشری ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ویلي، له امریکا سره په ګډه د یوې واحدي جبهې د رامنځ ته کولو په برخه کې د پوتین له وړاندیزه ملاتړ کوي.

ډونالډ ټرامپ مخکې له ډې هم د پوتین د کړو وړو ستاینه کړې وه او دی یې یو غښتلی مشر ښودلی وو او د روسیې ولسمشر هم د ټرامپ ستاینه کړې وه.

ټرامپ په دې تلویزیوني مرکه کې ویلي وو: که چیرې دی زما په هکله ښه مطلب ووایي نو زه به هم دده په هکله ډیره ښه ووایم.

مخکې له دې ټرامپ د پخوانیو پوځیانو په یوه غوڼده کې ویلي وو که چیرې د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي د امریکا دفاعي بودیجې کچه به لوړه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *