د سعودي عربستان له سرتیري سره دانصارالله بشر دوستانه مرسته

د سعودي عربستان له سرتیري سره دانصارالله بشر دوستانه مرسته

د یمن المسیره ټلویزیونی شبکې د ریپوټ له مخې، د یمن په الربوعه ــ العسیر سیمه کې د جګړې پر مهال یو سرتیری د انصارالله له لوري اسیر شو.

هغه پیښې چې ډيری لیدونکي یې حیران کړل، د سعودي عربستان له یوه ټپي شوي سرتیري سره د یمني سرتیري مرسته وه. په دې کلپ کې لیدل کیږي چې یمني سرتیري د سعودي عربستان ټپي شوی سرتیری په اږو وړي او د جګړې له سیمې یې باسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دوه کلونو راهیسې د سعودي عربستان په مشری ایتلاف په یمن بریدونه پیل کړي دي چې ډيری مهال په دې بریدونو کې ښځې او ماشومان هم له منځه تللي. له دې سره دا ایتلاف په یمن کې له خوشه یي بمونو کار اخلي او ددوی پر دې کړنې نړیوالې ټولنې پټه خوله غوره کړې ده او دا د ډیرې خواشینی ځای دی چې د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو هم په دې برخه کې کوم غبرګون ندی ښودلی.

خو د جګړې بل لور ته د انسان دوستانه پیښو شاهدان یو د یمن خلک په ډير مظلومیت او میړانې سره جګړه کوي، ریښتینولي خو دا ده چې دوی نړیوالو ته وښوده چې مونږ یوه ټپي سرتیري ته د دښمن په سترګه نه ګورو اوله ده سره د یوه جنګي اسیر په ډول چلند کوو او دا خپله دیني او اسلامي دنده بولو چې د اسیرانو لومړنیو حقونو ته به درنښت لرو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *