پر غزني ولایت د برید پلان شنډ شوی دی
پر غزني ولایت د برید پلان شنډ شوی دی
د غزني ولایتي چارواکي ادعا کوي چې ددغه ولایت د ګیرو پر ولسوالۍ د طالبانو پراخه بریدونه یې په شا تمبولي دي.
دا چارواکي وایي، تیره شپه افغان امنیتي ځواکونو د طالب وسله والو پر وړاندې پراخه تعرضي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې ۸۰ تنه طالب وسله وال ووژل شول او تر سلو نور ټبیان شول.
د غزني والي عبدالکریم متین نن سهار په غزني ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د ګیرو ولسوالۍ په جګړه کې یو شمیر بهرني جنګیالي هم وژل شوي دي.
ښاغلي عبدالکریم متین وویل ” له نیکه مرغه افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه طالبانو ته درانه تلفات واړول او د ګیرو د ولسوالۍ ټلې سیمې بې بیرته له په خپل کنټرول کې راوستلې، تر اوو له سلو زیات ټپیان شوي دي”.
د غزني سیمه ایز چارواکي وایي، په دې جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه تنه هم وژل شوي دي.
طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د دغې ادعا په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.