شمالي کوریا ۳ بالستیک ډوله غوندي آزمویلي دي

شمالي کوریا د خپلې ختیځې سمندرغاړې اوبو پر لور درې بالستیک توغندي وتوغول.

د سوېلي کوریا د وسله والو ګډو ځواکونو لوی درستیز له قوله د دوشنبې په ورځ وویل، چې پیونګ یانګ دا توغندي له هوانګژو سیمې توغولي دي. د سوېلي کوریا د چارواکو په خبره، دا توغندي د سوېلي کوریا او چین د ولسمشرانو پارک ګوین او شي جن پینګ له لیدنې څو ساعته وروسته توغول شوي.

په دې لیدنه کې چې د جي – ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وشوه- مېرمن پارک د شمالي کوریا په مسلو کې د دواړو هېوادونو د ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د چین دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، په مقابل کې د چین ولسمشر چې د شمالي کوریا له نژدیو ملګرو هېوادونو دی، په سوېلي کوریا کې د امریکا د توغندي ضد ډال لګولو سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دا مسله یواځې د دواړو کوریاګانو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوي.

شي جن پینګ چې د جي – ۲۰ یا د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو د ناستې کوربه دی، د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په دې لیدنه کې له “تشو خبرو” ډډه وکړي او د نړۍ د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره لاس په کار شي.

د فولادو د تولید پر سر د چین او اروپا اختلاف، سوداګریز خنډونه او له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل د دې ناستې په اجنډا کې شامل موضوعات دي.

تېره اونۍ هم امریکا او جنوبي کوریا وویل، چې شمالي کوریا د دغه هیواد د ختیځې سمندرغاړې اوبو کې له اوبتل نه یو بالستیک توغندی توغولی دی.

شمالي کوریا تردې ازمایښت وروسته د ملګرو ملتو پر امنیت شورا کلکه نیوکه کړې چې د یوې وینا په صادرولو یې دا توغندويي ازمایښت وغانده.

له هغه دوه ورځې مخکې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دغه هیواد د مشر کیم جونګ اون انځورونه خپاره کړل چې “له اوبتل نه د بالستیک توغندي د ازموینې پرمهال” خوښ برېښېده.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د شمالي کوریا د دغه بالستیک توغندي ازموینه هم وغندله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *