دکابل کندهارپه لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله ۳۶ کسان مړه او ۲۸ ټپیان شوي

دکابل کندهارپه لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله ۳۶ کسان مړه او ۲۸ ټپیان شوي

د کابل –  کندهار پر لويه لار د زابل لايت په شهر صفا ولسوالۍكې  ټرافيکي پېښې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د زابل امنيتي چارواكي وايي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي په وينا، په ياده سيمه کې يو ٣٠٣ ډوله موټر  له ټېلر سره ټکر كړى، چې له كبله يې دواړه موټرو اور اخيستى دى.

نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې ٣٤  تنه وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي، خو د زابل والي بسم الله افغانمل د وژل شويو كسانو شمېر ٣٦ تنه او د ټپيانو ٢٨ تنه ښيي.

د فراهي په خبره، ٣٠٣ موټر د ميوند بس شرکت اړوند او له کندهاره کابل ته پر لاره و، چې د لارې د خرابوالي او د چلوونکي د بې احتياطۍ له كبله د پېښې ښکار شوى دى.

د يادولو ده، چې د کابل –  کندهار لويه لار ډېری مهال د سور د کموالي، د ماينونو له کبله د سړك د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله د خونړيو ټرافيکي پېښو شاهده وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *