امریکا په سوریه کې له روسیې د امتیاز په تمه ده
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/09/160112-obama-1101p_1d16238ca868f5d9b1eb70c950d8f03f.nbcnews-fp-1200-800.jpg)
بارک اوباما په سوريه کې د دستونزو د هواری په موخه له روسیې د امتیاز په تمه دی. دامطلب نوموړي د انګلستان د صدراعظم ترزا می سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د G20 دغونډې تر پيل کېدا مخکې څرګند کړ. اوباما وويل چې امريکا او روسيه په سوريه کې د هغو ډلو په وړاندې چې دوی ئي ملاتړ کوي جدي اختلافات لري. نو له همدې امله د ټولو ښکيلو غاړو ترمنځ د خبرو اترو دپاره د يو جوړښت رامنځته کول ډير ستونزمن دي.«د روسيي له امتيازاتو پرته ستونزمنه ده چې دستونزي د حل بل پړاوته ولاړ شو » — دامطلب اوباما څرګند کړ. د تاس اژانس وائي چې اوباما ومنله چې له روسيي سره په سوریه کې د شخړو د حل خبرو اترو یو مهم رول لوبولی دی. پر دې سربېره هغه يادونه وکړه، چې اوس په دې اړه پرمختګ ته درسيدو دپاره امکانات شونې دي.