14101793_1160952173965901_1497249811_nدروان کال تیره میاشت د شیعه لږکیو لپاره په ټولنه نړۍ کې یوه خونړۍ میاشت وه. په دې میاشت کې اوه سوه پنځه اویا مسلمان شیعه وژل شوي او شپږ سوه شپیته نور ټپیان دي، یعني د روان کال پّ نیم کې له نیمایي شیعه ګانو ډير.

د شیعه ضد وقایع په نامه د خپاره شوي ریپوټ له مخې، چېد شیعه بشر حقونو دادارې له لارې خپور شوی، په واشنګټن ډي سي کې د یوه ناپیلي سازمان په وینا: په دوه زره شپاړسم کال کې په لړ کې دمنځنۍ کچه هره ورځ پنځه ویشت شعیه ګان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي. دې سازمان خپل ټول پام د نړۍ د شیعه ګانو حقونو ته راګرځولی دی.

ددې ریپوټ له مخې ډيری کسان د اسلامي دولت په نامه د داعش وسله والې ډلې له لوري وژل شوي دي.

ددې ریپوټ په یوه برخه کې لیکل شوي: “په ډیریو هیوادونو کې د شیعګانو پر ضد بنسټونه ډير شوي دي او ډيری شیعه ګان دشیعه ضد کړنو له امله قرباني کیږي له دوی سره د نیولو او بې دلیله بندي کیدو چلند کیږي او له دوی سره تاتریخوالی کیږي اوممنوع الخروج کیږي.”

د شیعه له حقونو د دفاع سازمان (SRW) داسې مالومات تر لاسه کړي او ځینې رسنۍ او بنسټونه یې خپروي او دې سازمان تر څیړنې لاندې نیولي دي.

د شیعه له حقونو ددفاع بنسټ په افغانستان، بحرین، عراق، پاکستان، عربستان سعودی، کویت، او نیجریه کې خپل تمرکز کړی دی.

د شیعه له حقونو د دفاع سازمان په دوه زره پنځه لسم کال کې راهیسې د ملګرو ملتونو له اقتصادي او ټولنیز شورا سره همکاري پیل کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *