تهران په سوريه کې د ترکيې پر پوځي عملياتو نيوکه کړې

ايران په سوريه کې د ترکيې پر پوځي عملياتو د نیوکې ترڅنګ دا عملیات د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا خلاف عمل بللى دى0,,16317754_303,00.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، دوى تل ټينګار کړى، چې ترهګري يوه نړيواله ستونزه ده او بايد په ګډه په دې اړه تصميم ونيول شي.

د قاسمي په خبره، ترکيه بايد د سوريې ځمکنۍ بشپړتيا په خطر کې وانه چوي او دغه عمليات بايد له سوريې سره په همغږۍ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ترکي رسنيو د پوځي چارواکو له قوله په خپرو کړو راپورونو کې ويلي وو، چې ترکي زغروال موټرونه او پوځيان په جرابلس سيمه کې سوريې سره پر ګډه پوله نيږدې دوه کيلومټره وړاندې ورغلي او د داعش ډلې يو شمېر سيمې يې نيولې دي.

په همدې حال کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د سوريې په خاوره کې د دغو پوځي عملياتو هدف په سيمه کې د داعش ډلې ځپل ښودلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *