عراقي چارواکي وايي داعشیانو په زرګونه ایزدۍ میرمنې تښتولي او جنسي تیري یې پرې کړي دي
عراقي چارواکي وايي داعشیانو په زرګونه ایزدۍ میرمنې تښتولي او جنسي تیري یې پرې کړي دي د داعش تر کنترول لاندې د نۍ نوا ایالت والي نوفل حمادي وايي چې د سکس له کبله په دغه ایالت کې۳۰۰۰ نوي ماشومان زیږېدلي چې پلرونه یې معلوم نه دي”. نوموړي وویل د نۍ نوا ایالت له نیولو وروسته به د بغداد لپاره تر ټولو ستره ستونزه همدغه بې پلاره ماشومان وي. داعش ډلې پر دغو ډېرو ښځو په زوره اسلام هم منلی دي. اسلام دغو ښځو ته یوه بله لویه ستونزه بلل کیږي. څه موده مخکې د ایزدیانو یو مشهور روحاني مشر« خرطو حاجي بابا» له ټولو ایزدیانو وغوښتل، چې تښتول شویو میرمنو ته ښه راغلاست ووايي او سم چلند ورسره وکړي. حاجي بابا وايي پر دغو ښځو جنسي تیري او د هغوی میندواره کول د هغوی په خوښه او رضا نه دي شوي.