د مراکش پادشاه، محمد ششم د شنبه په ورځ   ٢٠١٦/٠٨/٢٠ له خبرو وروسته چې د انقلاب د درې شپییمنتمې کلیزې په ویاړ یې کولې وویل: ددوی هیواد لومړنی هیواد وو چې د سعودي عربستان په مشرۍ یې د (عاصفه الحزم) په عملیاتو کې، چې په عربي هیوادونو کې یې د ډير فعالیت هڅه کوله ګډون وکړ. د مراکش پادشاه له دې سره چې له یوه نیم کال راهیسې شپاړس هغه هیوادونه چې یوالی یې اعلان کړی ونشو کولای تر څو خپلې موخې تر لاسه کړي او حوثیانو ته ماته ورکړي، ویلي له دې وروسته  جګړه او هوایي بریدونه بې ګټې دي. ده زیاته کړې: د پلان له مخې هوایي بریدونو باید ډير ژر نتیجه ورکړې وی خو اوس له دې ډيره موده تیره شوه او دوام یې د عربي ولس په ځانګړې توګه د ایتلاف شپاړسو هیوادونو ته ور ګرځي.

ده د خپلو خبرو په پآی کې د عربي هیوادونو مشرانو ته د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ ترڅو په دې سره ددوی د نورې ماتې  مخنیوی وشي. له دې سره ده په سیمه کې د عربستان له پریکړو د ملاتړ او وروری غوښټنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *