د یمنیانو خروش او د سعودي عربستان چلوټې
په زرګونه یمنیانو د سعودي تیري ته نه وویل
د رویټرز خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د شنبه په ورځ د حوثیانو په ملاتړ په څو سوه زریز لاریون د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري درې هوایي بریدونه وشول.
سیمه ایزو اوسیدونکي دې خبري آژانس ته ویلي، په دې بریدونو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سیمه په نښه شوې او د ماڼۍ شپږ سوه متره لرې سیمې ته زیان رسیدلی دی.
ددې بریدونو له امله د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه کره مالومات ندي تر لاسه شوي.
د شنبې په ورځ په لسګونه زره یمنیانو د حوثیانو په ملاتړ او پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د بریدونو په غبرګون لاس په لاریون پورې کړی ؤ او دا په تیر یوه کال کې تر ټولو ستر لاریون شمیرل کیږي.