د هند او افغانستان ترمنځ پر اړیکو ټینګار شوی
غني، د هند او كابل د اړيكو په دوام ټينګار وكړ د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ، چې د هند په پنځه اعشاريه اووه ميليونه امريکايي ډالره مرستې بيارغول شوې، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ښاغلي غني د دواړو هېوادونو د اړيکو پر ټینګښت ټينګار وکړ.
د ښاغلي غني په وینا، بايد جګړو ته د پاى ټكى كېښودل شي او په وينا يې، افغانستان او هند پرېكړه كړې، چې د ملتونو په پرمختګ باندې كار وكړي.
د ستوري ماڼۍ پرانيست غونډې ته د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د ويډيو کنفرانس له لارې وينا وكړه او خوښي يې څرګنده كړه، چې يو ځل بيا يې افغانانو ته د دوامدارې دوستۍ لاس وركړى.
هغه وويل، چې که هر ډول شرايط راشي، هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او افغانان به يوازې پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند حکومت تر دې وړاندې د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او د ګڼو نورو پروژو لګښت پر غاړه اخيستى و او د نورو رغنيزو پروژو د جوړولو هوډ يې څرګند کړى دى.