د عربستان او صهیونیستې رژیم د اړیکو افشا کیدل

په آسترلیا کې د یهودیانو شورا د شنبې په ورځ نیږدې خاور ته د واشنګتن د موسسې دسیاست مدیر سیمون هاندرسون یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې د صهیونیستې رژیم او عربستان او د ایران د هستې توافق په اړه د دواړو هیوادونو ګډې اندیښنو زیات والی او د عربستان او صهیونیستې رژیم د چارواکو د تګ راتګ په اړه ویل شوې دي.

۴.۴

هغ لیکې چې د سعودې تقاعد شوی جنرال انور عشقې د جولای میاشت په ورستیو کې د یوه هیت په مشرې د نیول شویو ځمکو ته یی سفر او د صهیونیستې رژیم له چارواکو سره یی کتنه کړې ده او د فلسطین او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه یی عمومې بیانیه خپره کړې ده.هاندرسوین لیکې:دا کتنې په پوره توګه غیر طبیعې او له انتظار څخه لرې وو،خو کله چې د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې په واشنګتن کې د اسراییل له سفیر دور ګولد سره کتلې وو او له اسراییل سره یی د خپلو له اړیکو څخه پرده اوچته کړې وه، چندان د تعجب وړ ندی.هغه زیاته کړه:په هغه مهال یادو کسانو هغه لیدنې یی چې مخکې کړې وې پر هغه یی ټینګار وکړ او د ایران د هستې په اړه د ۱+۵ هیوادونو سره د ایران هوکړه لیک په اړه اسراییل او عربستان خپلې ګډې اندیښنې څرګندې کړې.

د دې مقالې په دوام کې راغلې: کیداي شي چې اسراییل ته د انور عشقې لومړې کتنه ورستی سفر نه وي،په دې سفر کې یو شمیر زده کونکو او د عربستان تجارانو د هغه ملتیا کوله .

که څه هم د دواړه ترمنځ رسمې دیپلماتیک اړیکې نشته،ټولو یادو کسانو د عربستان دولت لخوا خپل مجوز لاس ته راوړې وو. یوازې هغه تصویر چې تر دې مهاله خپور شوی په هغه کې انور عشقي د اسراییل د پارلمان له غړو او د فلسطین چارواکو سره لیدل کیږې. نوموړي همداشان له محمود عباس او رام الله سره کتنه کړې وه.

د دې مقالې پر بنسټ نوموړې د صهیونیستې رژیم راډیو سره په مصاحبه کې وویل:له فلسطینایانو سره د سولې مخکې له عربې هیوادونو سره سوله نه ترسره کیږې.د اسراییل او فلسطین تر منځ نښتې تروریزم ندی،که منازعات حل شې،هغه هیوادونه چې د فلسطین له مسلې څخه لکله ایران ګټه اخلې نور به ونشې کولې چې پر هغه پانګونه وکړې. نوموړې لیکلې:عشقې یو ځل بیا هم له ګولد سره کتنه وکړه،خو دا ځل دا کتنه په یوه هوټل کې ترسره شوه نه د بهرنیو چارو وزارت کې.

له کله چې ګولد د بهرنیو چارو وزارت عمومې مدیر په توګه په دندې پیل وکړ، هڅې یی کړې چې هغه هیوادونه چې اسراییل یی په رسمیت پیژندلی دی له هغوي سره یی خپلې اړیکې ټینګې کړې دي له همدې کبله نتانیاهو په دې ورستیو کې کنیا،اوګاندا،روآندا او اتیوپې هیوادونه ته یی سفر وکړ. هاندرسون زیاته کړه:ګینه هم د اکثریت مسلمانانو په درلودلو سره د افریقا غربې هیوادونو څخه دی چې په دې ورستیو کې ورسته له ۴۹ کالو له اسراییل سره یی خپلې اړیکې بیا پیل کړې. په ورته اقداماتو کې ګولد هڅه کوې له عربې نړۍ سره هم اړیکي ټینګې کړې.

که څه هم تیره میاشت هغه په خپل وینا کې ویلې وو له اسراییل سره همکارې باید پټه وساتل شې ترڅو د عرابو عمومې حساسیت ته احترام وشې. هاندرسون د ګولد له نقله لیکې دي:شل یا دیرش کاله مخکې ټولو به ویل چې د فلسطین مسله حل کړي نو د عربې نړۍ سره به سوله پیدا کړي. د هر ورځې په تیریدو سره مونږ د دې شاهد یو چې دا کړنه متضاده ده.

دا یو بیل نظام دي چې باید رامنځ ته یی کړو او دا هغه څه دي چې مونږ یی د کولو هوډ لرو. د دغه مقالې پر بنسټ نوموړي ورسته له یو عرب ډیپلوماټ سره په خبرو کې چې د هغه نوم ندی اخیستل شوی وویلې د فلسطین مسله په پوره توګه د رسمې چارواکو په ورستی پړاو کې ده. دا شان وینا د محمد بن سلمان ولیعهد لخوا د روان کال په جون میاشت کې په واشنګتن کې شوې وه.

نوموړي په دوام کې د عربستان او صهیونیستې رژیم د اړیکو دوام ته په اشارې سره دا سوال یی مطرحه کړ؛ په دې حال کې کومه کړنه د رامنځ ته کیدو په حال کې ده.د عربستان اصلې شخصیت په کراره اسراییل په رسمیت پیژنده،ترکي الفیصل د عربستان د اطلاعاتو پخوانی ریس او د دې هیواد سفیر دی چې نظر عشقې ته لوړ مقام لري،خو اوس مهال رسمې مقام نلري د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله ترکي الفیصل د اسراییل د دفاع پخوانې وزیر موشه یالون سره لاس ورکړی او د ملي امنیت پخوانې ریس ناتانیاهو سره یی هم خبرې کړې دي.

هاندرسون د خپلې مقالې په پاې کې لیکلې دي:هغه د نفرت پادشاهې کتاب لیکونکي ګولد عربستان د نوی نړۍ له ترهګرو څخه څنګه ملاتړ کوي، لیدنه کوي او یا هم دا شان کتنې په اسراییل کې ترسره کیږي؟

هغه زیاته کړه چې ممکن دی چې ورستی ګام به د عربو عمومې غبرګون د عشقي سفر په اړه وي.دا غبرګون تر دې مهاله ډیر توپیر درلود، که څه هم کیدای شي اوس مهال د قضاوت لپاره وخت وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *