په جوزجان ولایت کې یو پلار پر خپل لور د جنسې تیرې په تور ونیول شو
د جوزجان ولایت پولیسو یو سړی په خپل لور د تیری په تور د آقچه په ولسوالۍ کې نیولی دی.
د جوزجان د پولیسو قومندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني خاورمیانه ته وویل چې دا کس د آقچې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
نوموړی په داسې حال کې چې د یاد کس هویت یی فاش نکړ؛د نورو څیړنو لپاره محکمې ته د هغه د اسنادنو له لیږد څخه یی خبر ورکړ.
ترکستانې وایی چې مور او لور اوس مهال د جوزجان ولایت امن کور ته لیږدول شوي دي.
په هلکانو او نجونو جنسې تیری د ټولنې له عمده معضلاتو څخه دي چې د میرمنو د حقونو څخه د دفاع بنسټونو آمارو پر بنسټ،دا معضله هر کال مخ په زیاتیدو ده.