په غزنې ولایت کې ۶ ملکې وګړې او د اردو دوه سرتیري وژل شوي دي
د غزنې ولایت په ګیلان او اندړ ولسوالیو کې د ماین دوه بیلابیلو چاودنو کې دوه مشامې نجونو دریو میرمنې او دوه سرتیرې وژل شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،نن سهار ۸ بجو شاوخوا د ګیلان په ولسوالۍ کې د ملکې کسانو یو زرنج ډوله موټرسایکل د سړک پر غاړه خښ شوې ماین وخوت.
د غزنې د والې ویاند جاوید سالنګې خاورمیانه ته وویل چې دا چاودنه د ګیلان ولسوالۍ په آزاد سیمه کې رامنځ ته شوې چې درې زرنجې له سړک څخه د تیریدو په حال کې وو.
د نوموړي په وینا په دې چاودنه کې درې ښځې دوه ماشومان او د زرنج چلونکی وژل شوی دی.
په ورته حال کې،نن ۱۲ بجو شاوخوا کې د اندړ ولسوالۍ په نظرخان سیمه کې د ملي اردو ټانګ هم د سړک په غاړه خښ شوې ماین باندې وخوت.
د غزنې د لوا ویاند محمد حنیف رضایی خاورمیانه ته وویل چې دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غزنې د والې کاروان د اندړ ولسوالۍ هغو سیمو څخه د لیدونو په حال کې وو چې د «پلنگ تیزچنگ» عملیات پکې ترسره شوې وو،او له هغه سیمې څخه غزنې ته د بیرته راتګ په حال کې وو.
د نوموړي په وینا په دې پیښه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي دري تنه نور یی ټپيان شوي او د هغوې ټانګ هم خراب شوی دی.
رضایی دواړه پیښې د طالبانو کار بولې، خو وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه ندې ویلې.