په آلمان کې د ورستیو بریدونو دوه عاملان د داعش عربستانې کړیو سره تړاو درلود

په آلمان کې د ورستیو دوه ترهګرو پیښو چې داعش یی پړه په غاړه اخیستې وه،د دې تندروې ډلې په تیره بیا د هغه عربستانې کړیو پورې اړوند وو.

6

د آلمان د اشپیګل اونۍ پاڼۍ له نقله،له عملیات څخه مخکې دوه مجریان د اړیکو نیولو له بیلابیلو سیستمونو څخه یی کار اخیست او له نورو کسانو سره په اړیکه کې وو چې د نوموړیو د ټیلفون شمیرې ښایی چې عربستانې اصالتونه لري.

دې اونۍ پاڼۍ څرګنده کړې ده چې ۱۷ کلن ریاض خان چې مخکې ویل کیدل چې نوموړی پاکستانی دی او د جولای په ۱۸ نیټه یی د مسافر وړنکې په یوه ګاډې یی د تبر برید وکړ او ۵ کسان یی ټپیان کړل،د داعش ډلې یو غړې لخوا یی وړاندیز تر لاسه کړی وو چې د هغه مشابې سنایو د فرانسې په هغه برید کې چې د جنورې میاشتې په ۱۴ شوی وو او په یوه ګاډې یی د آلمان چارواکې یی ترلاندې کول.

اشپیګل اعلان وکړ چې احمد زې دې وړاندیز ورسته اعلان وکړ چې د ګاډې چلولو شاهدپاڼه نلري نو دا به ښه وي چې پر ګاډې برید ترسره کړي.یاد بریدګر د آلمان پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

خو د جولای د ۲۴ نیټې ترهګره پیښه چې پکې ۱۵ کسان ووژل شول، محمد دلیل د سوریې اصلې وګړی وو چې هغه هم د داعش ډلې له یو شمیر کسانو سره په اړیکه کې وو او له هغه څخه غوښتل شوې وو چې د سندرو په هغه جشن کې چې د آلمان سویل کې ترسره کیږې له چاودنې څخه فلم واخلې او داعش ډلې ته یی واستوي.

اشپیګل په پاې کې اعلان کړی چې څیړونکي په دې باور دي چې دا بریدګر بمب ته د چاودنې پر مهال په تیروتنې سره خپل ژوند یی له لاسه ورکړی دی؛ ځکه هغه اړیکي چې د ده او داعش ډلې ترمنځ شوې وو ښایی چې د ځانمرګې برید هوکړه یی نه درلوده،بلکې غوښتل یی چې ورسته له دې عملیاتو څخه څو نور عملیات هم ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *