په پکتیا کې د یوې کورنۍ ۵ غړي د ماین چاودنې له کبله وژل شوي
په پکتیا ولایت کې د جمعې په ورځ د دوه ماینونو په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ ملکیان ووژل شول.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د پکتیا د والي ویندوی نقیب احمد اتل وویل، د یوې کورنۍ ۵ غړي پرون ماسپښین هغه مهال ووژل شول چې د موټر په لاره کې یې خښ شوی ماین وچاودېده.
نوموړې همداراز وویل چې له لومړۍ پېښې نیم ساعت وروسته ۵ نور په تراکتور کې وروسته له دې ووژل شول چې پر ماین وختل شو.
دواړه پېښې په څمکنۍ ولسوالۍ کې وشوې.
د پکتیا د والي ویاند وویل چې دواړه ماینونه د دولت وسله والو مخالفانو ایښي ول.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً پر لارو د دولتي ځواکونو لپاره ماینونه خښوي خو ډېر ځلي د دوی د ماینونو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کې عام خلک وژل کېږي.
مخکې له دې د لغمان په مهترلام کې په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د ريیس په ګډون ۹ تنه ملکیان ژوبل شول.
تېره اوونۍ په لوګر کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکیان ووژل شول.
د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو په وروستي راپور کې ویل شوی چې تر ټولو زیات ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو او انتحاري حملو کې وژل کېږي.