د بحرین د عالمانو د شورا غړی: د شیخ عیسی قاسم کور ترڅنګ ټول شوي کسان شهادت ته چمتو دي

د بحرین د عالمانو شورا یوه غړې ټینګار وکړ هغه ټول کسان چې د شیخ عیسی قاسم کور ترڅنګ ټول شوي شهادت ته چمتو دي او په هغه صورت کې چې پر شیخ عیسی قاسم څوک لاس واچوې دوي به خپل ټټر د پوځیانو مرمې ته سپهر وګرځوې.

۴.۱

د بحرین د عالمانو د شورا غړی شیخ محمد حسن خجسته د بحرین د ملت احتمالې سناریو د دې هیواد د شیعه ګانو مشر شیخ عیسی قاسم پر خلاف د آل خلیفه هر ډول کړونو په اړه اعلان کړ.

خجسته د شیخ عیسی قاسم کور ته نیږدې د خلکو د شپې او ورځنې شتون ته په اشارې سره  ټینګار وکړ،هغه څوک چې نن الدراز (د بحرین د پلازمینې شمال غرب سیمه کې چې د شیخ عیسی قاسم کور دی) سیمې ته راځې، پوهیږې چې موخه به وګرځې او د دې احتمال هم شته چې وبه وژل شي او ټول شهادت ته چمتو دي.

نوموړې زیاته کړه چې اوس مهال د الدراز سیمې د وضعیت مدیریت د علماو په لاس کې دی، د هغوي هدف یو شی دی او ټول عالمان په دې اړه اتحاد لري.

د بحرین د عالمانو شورا غړي همداشان ټینګار وکړ  د دې هیواد نظام پر شیخ عیسی قاسم د تعرض ورسته د دې هیواد ټولي ډلې سره یوځای کړې،هغه کار چې د بحرین د خلکو د ۵ کلونو د مبارزو په ترڅ کې ونه شو.هغوي ټول د عیسی قاسم لپاره یوځاي شوي دي او ټولو پر عیسی قاسم د تیرې جریان خپل سره کرښه کرځولې ده.

دغه بحرینې روحانې زیاته کړه که حکومت د شیخ عیسی قاسم نیولو په لپاره کومه کړنه وکړي د بحرین ملت ته به هرڅه څرګند شې او ملت چمتو دي ترڅو د نظام له مرمیو سره د خپل ټټر سره مقابله وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *