امیري وایی د اباسین ځدراڼ مارکیټ کې اورلګیدنه به ژر تر ژره کنټرول کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې لګیدلی اور کنټرول کړي.

۷

د اور وژنې کارکوونکي په سیمه کې دي او هڅه کوي چې تر راتلونکو شېبو دا اور مړ کړي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، له تېرو څو ساعتونو راهیسې لا هم د اور وژنې کار کوونکي نه دي توانیدلي چې اور مړ کړي.

له سیمې څخه بیا داسې ښکارې چې اور د مالي زیان ترڅنګ یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایي، ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.

مخکینی خبر:

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې اور لګیدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال محبوب امیري هم دا موضوع تایید کړه.

نوموړي همدارنګه وویل، د اور وژنې کار کوونکي سیمې ته رسیدلې دي او ډېر ژر به اور لګېدنه کنټرول کړي.

اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په کوټې سنګي سېمه کې په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایي ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *