په بدخشان کې د امنیتې ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله
د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې له څو ورځو راهیسې روان وو د ۳ قومندانانو په ګډون ۲۷ تنه طالبان وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د بدخشان د والې ویاند نوید فروتن وایی دا عملیات د کوکچې تر نامه لاندې ترسره شوي دي او تر دې مهاله ۱۲ ستراتژیک سیمې له طالبانو څخه نیول شوي دي او د کالار پایان او غور پله سیمې په پوره توګه د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
فروتن وایی په دې عملیاتو کې د امنیتې سرتیرو ۲ تنه وژل شوي او شپګ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایی چې راغستان کې د عملیاتو ترڅنګ پر تګاب، شهدا او اسک یفتل ولسوالیو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي او په دې ۳ ولسوالیو کې ۱۴ نور ترهګر وژل شوي او ۴ تنه یی د امنیتي سرتیرو سره یوځای شوي دي.
د کوکچې عملیات په داسې حال کې پیل شول چې د دې ولایت دوه ولسوالیو په ګډون زیات شمیر سیمې د طالبانو په واک دي.
وسلوالو طالبان لا په دې اړه څه ندې ویلې.