د اسرائیل او ترکیې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو پر سر مخالفت
د صهیونیستې رژیم یو شمیر لوړ پوړو چارواکو له ترکیې سره د اسراییل د پخلاینې سره مخالفت وکړ.
له دې منځه “اسحاق هرتسوگ” وویل له ترکیې سره پخلاینه د نتانیاهو له کارې شیوو څخه دي. نوموړې زیاته کړه له ترکیې سره د اړیکو بیا پیل او هغوي ته تاوان ورکول چې زمونږ د بچیانو قاتلان دي د منلو وړ نده،له بلې خوا د صهیونیستې رژیم د جګړې پخوانې وزیر امیر پرتز او د کار د ګوند غړی په هرتزلیا کې په یوه کنفرانس کې له ترکیې سره د شوې توافق باندې سختې نیکوکي وکړي.
هرتسوک او پرتز د صهیونیستې رژیم یوازې لوړ پوړې چارواکي ندي چې له ترکیې سره پر توافق یی مخالفت کړی دی.اوس مهال د کابینې له لورې پر دې توافق سختې نیکوي شوي دي. د صهیونیستې رژیم د کابینې یوه وزیر د نتانیاهو لخوا د دې توافق پاڼې پر لاسلیک سختې نیکوي کړي.یاد وزیر ویلې:دا توافق په حقیقت کې یوه تحقیر کونکې کړنه ده.لومړې وزیر مونږ په یوه بی ارزښته دولت بدل کړي یو.
همداشان د صهیونیستې رژیم د ۷ شبکې ریپوټ پر بنسټ،د یوه ټول پوښتنو له مخې په نیول شویو سمیو کې اکثریت میشت کسان له ترکیې سره د اړیکو پر عادې کولو سره مخالف دي.د میډګم په نامه د یوې موسسې لخوا د ترسره شویو ټولو پوښتنو کې د صهیونیستې رژیم ۶۵ سلنه وکړي له ترکیې سره د اړیکو پر عادي کولو مخالف دي او یوازې ۲۴ سلنه خلکو له دې کار سره موافقت کړی دی.
د صهیونیستې رژیم د جګړې وزیر آویګدور لیبرمن هم تر دې وړاندې له ترکیې سره په هر راز توافق خپل مخالفت اعلان کړی وو.