د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د پولیسو قومندان ومړ
د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د سړک په غاړه د ښخ شوې ماین چاوندنې له کبله د دې ولسوالۍ د پولیسو قومندان او د هغه موټر چلونکی لمنځه تللي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش خاورمیانه ته وویل چې دا پیښه تیره شپه د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړې په وینا، دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې سمونمل داد عثماني هغه پوستو ته د مرسته کولو په موخه په حرکت کې وو چې له طالبانو سره په جګړه کې نښتي وو.
یورش زیاته کړه چې تیره شپه د ۱۰ بجو شاوخوا کې وسلوالو طالبان د دې ولسوالۍ په یو شمیر پوستو بریدونه پیل کړل او کله چې د هغوي قومندان دوي ته د مرسته کولو په موخه په حرکت وو موټر یی د سړک په غاړه خښ شوې ماین باندې وخوت او نوموړی او د ده موټر چلونکی ووژل شو.
سرچینه زیاتوي چې په دې نښتو کې ۳ طالب جنګیالي وژل شوي او دوه تنه نور یی ټپيان شوي دي چې د هغوي مړې د جګړې په میدان کې پاتې دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند معلومات پر اساس، د طالبانو ډلیز برید د امنیتي سرتیرو رسیدو ورسته په شاه تمبول شوی دی او اوس مهال په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وضعیت نورمال دی.
وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه ندې ویلي.