د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې افغانستان هالنډ ته په ماتې سره لومړی مقام خپل کړ
د کرکټ د نړیوالو سیالیو په وروستي پړوا کې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د هالنډ ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن وویل چې د دغې سیالۍ په ګټلو سره افغانستان ۲۰ نور امتیازه واخېستل او لومړی مقام یې خپل کړ.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اګست په څلورمه خپل هېواد ته ستنیږي.
د ښاغلي فضلي د معلوماتو له مخې تاکل شوې چې ډېر ژر د پنځو زونونو په ګډون په کابل کې د شپږیزو لوبې هم پیل شي.