د ډموکرات ګوند په ملي جشن کې د اسراییلي رژیم بیراغ وسوځول شو

په فیلادلفیا کې د ډموکرات ګوند په ملي جشن کې د اسراییل د رژیم بیراغ وسوځول شو.

۵

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د بی بی سی نیوز له خولې،په فیلادلفیا کې د ډموکرات ګوند په ملي جشن کې چې ګڼ شمیر خلکو پکې ګډون کړی وو د صهیونیستي رژیم بیراغ وسوځول شو.

د صهیونیستي رژیم بیراغ د یوې ښځې لخوا چې مخ یی پټ وو وسوځول شو چې د “زنده باد انتفاضه” په غګ سره یی دا کار په داسي حال کې کولو چې د فلسطین بیراغ یی رپوو.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د کلینټن د نوماندیدو پر خلاف په زرګونو کسانو لاریو کړی وو او فیلادلفیا ته د ډموکراتو له راتک څخه یی مخنیوی کاوه چې د دې کار په ترڅ کې په لسګونه کسان بندخونو ته ولیګدول شول.

لاریون کونکو د لارې په تړلو سره هڅه وکړه ترڅو د فارګو مرکز ته د هیت له راتګ څخه مخنیوی وکړی.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *