په مونیخ کې ۱۸ کلن ایرانی ځوان د بریدونو عامل
د جرمني پولیس وايي، د مونیه ښار اولمپیا په نامه پر یوه سوداګریز مرکز برید کوونکی ۱۸ کلن ایراني الاصله جرمنی دی، چې د برید انګیزه یې “کاملاً نامعلومه” ده.
پولیس وايي، برید کوونکي وروسته خپل ځان وژلی دی.
د خاورمیانه ریپوټونو او د جرمني هیواد پولیسو له خولې ، دغه کس د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت درلود او په مونیخ کې اوسېده.
د پولیسو په وینا، د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په لومړي سر کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني برید کوونکي درې کسان دي.
د بریدګر مړی له اولمپیا خرڅلاو مرکز نه نژدې یو کیلومتره لیرې موندل شوی دی.
د مونیخ د پولیسو مشر هبرټوس اندرې د شنبې په ګهیځ وختي خبریالانو ته وویل، د مشکوک برید کوونکي په اړه له پولیسو سره ډېر معلومات نه شته، او له ترهګرو ډلو سره یې هم د تړاو په اړه اوس څه نه شي ویل کېدای، خو څېړنې یې روانې دي.