په ننګرهار ولایت کې د شپګو بهرنیانو په ګډون دولس طالب وسلوال وژل شوي دي

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې دیارلس طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وایي چې تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په سنګیاني او سره غون‌‌‌‌‌‌ډۍ سیمه کې ځمکني او هوایي بریدونه کړي چې له امله دیارلس طالب وسله وال وژل شوي چې شپږ پکې بهرنیان دي.
۵
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي په شویو بریدونو کې څوارلس طالبان وژل شوي دي .
خوږیاڼی وایي د بې پیلوټه طیارې په شوې بمبارۍ او توپچي ‌‌‌‌‌‌ډزو کې ملکي وګړو ته زیان ندی اوښتی خو د طالبانو له اړخه یوه مرمۍ په یو کور لګېدلې چې یو کلن ماشوم پکې وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې یو اوسېدونکي وویل چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په دومره کچه نه ده څومره چې حکومت دعوه کړې ده.
خوږیاڼو د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو غرنیو سیمو یی طالبان حکومت کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *