روسیه او ناټو د اروپا په ختیځ کې خپل ځواکونه زیاتوې

ناټو او روسیه وروسته له هغه د لومړي ځل لپاره خبرې کوي چې دغه ايتلاف په وارسا کې موافقه وکړه چې په ختيځه اروپا کې به خپل حضور زياتوي. دا له هغه وروسته چې په اوکراین کې د روسيې د تېرېو له کبله اندېښنې زياتې شوي.

7

د ۲۸هېوادونو د اييتلاف سفيرانو او روسيې تر منځ دا له ۲۰۱۴میلادي کال راهيسې دوهمه غونډه ده کله چې د اوکراین د کړکېچ له کبله اړيکې ترينګلي شوې.

ناټو ويلي د تيرې ورځې د پرېکړې په اړه به مسکو ته معلومات ورکړي چې له مخې يې د څلور زرو سرتېرو څلور کنډکونه پولنډ او بالتيک هېوادونو ته لیږي.

دغه هېوادونه له هغه راهيسې اندېښمن دي چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې روسيې کريميا له اوکراینه جلا کړه او په خپله خاوره پوري يې وتړله.

مسکو ويلي، د امريکا د توغنديو سيستم د خطرونو په اړه به خبرې وکړي چې د وارسا سرمشريزې پر مهال د ناټو له خوا فعال اعلان شو او همدا راز به په بالتيک کې د هوايي خونديتوب د ښه کولو په اړه خبرې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *