افغانستان د ورسا په ناسته کې
په ورسا کې د ناټو د غړیو هیوادونو د ناستې دوهمه ورځ به د افغانستان لپاره ځانګړه شي
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د شمالې اتلانتیک د مشرانو ناسته چې د پولند په ورسا کې جوړه شوې ده نن به د افغانستان په اړه ځانګړې شې.
د ناټو چارواکي وایی چې ننې ناسته به د افغانستان لپاره ځانکړې وي او تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان پوځیانو سره د مرستو د پراخوالی د دې ناستي له مهمو بحثونو څخه دي.
دا ناسته د افغان پوځیانو سره د نړۍ د مرستو او د افغان پوځیانو د پیاوړتیا کې ډیر اړین دي.
ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې به د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو نیټه تر یوه کاله پورې زیاته شي.
د ریپوټونو پر بنسټ ښایی چې په دي ناسته کې به د ۲۰۲۰ کال تر پایه له افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۵ میلیارده ډالر مرسته وشي.
په دې ناسته کې چې د ناټو د غړیو هیوادونو ۲۸ جګپوړي چارواکي او له ناټو سره ۱۴ مرسته کونکي هیوادونه ګډون کړی ؛ ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غنی به په دې ناسته کې وینا وکړی.
ولسمشر به د افغانستان او نړیوالۍ ټولنۍ د ژمنو سوالۍ او له نشي توکو سره د مبارزۍ په اړه به خبري وکړي.
په دې ناسته کې محمد اشرف ، ډاکټر عبدالله عبدالله ،د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني،د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر،د دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبی،د مالیه وزیر اکلیل حکیمی،له نشي توکو سره د مبارزۍ وزیر سلامت عظیمی،د ولسمشر سلاکار همایون قیومی،عبدالسلام رحیمی،د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادری او د ولسمشر ویاند محمد هارون په دې ناسته کې ګډون کړی دی.