د قدس په ورځ له سایبري بریدونو د اسرایلو ویره
د اسرایلو ضد هکرانو چې د فلسطین ملاتړي دي دقدس په ورځ کی ېیې اسرایلیان د تیار سی لپاره چمتو کړي دي. د اسرایلو امنیتي دستګاوې د سایبري بریدونو له ویرې چې ددوی په آند کیدای شي د قدس په ورځ تر سره شي. څرنګه چې سرچینو ویلي اته ډلې او داسرایلو د پوځ سایبري ځانګې چې د ګواښونو په پیژندلو کې مرکزیت لري په محرمانه ډول یې ریپوټونه رد کړي ویلي یې دي چې اسرایل د پرمختللو سایبري بریدونو په تمه دي لکه د اپریل میاشتې په نهمه نیټه quds freedom او داسلامي مقاومت په ورځ.
د اسرایلو ضد تاریخ ته په کتو سره هکرانو چې د اسرایلو پر ضد او د فلسطینیانو پلویان دي تل یې د اسرایلو په بیلا بیلوبرخو بریدونه کړي دي او دا ددی لامل شوی ترڅو اسرایل نور پیچلي سیستمونه رامنځ ته کړي خو د اسرایلو پر ضد هکرانو له خپلې دې کړنې لاس ندی اخستی.
کارپوهان په دې آند دي چې هکرانو خپل کار ته بدلون ورکړی دی او له نور نو په شیبه یې توګه ګام نه پورته کوي او اوس مهال له پرمختللو تګلارو کار اخلي او داسې پلان یې رامڼخ ته کړی چې د اسرایلو لپاره به د یوه کوککي بم په څیر کار ورکړي که چیرې د اسرایلو سایبري سیستم د قدس په ورځ ځینې بندیزونه رامنځ ته کړي او په دې برخه کې جدي او کوټلي ګامونه واخلي کیدای شي تر یوې کچې ددې بریدونو مخنیوي وکړي او په دې سره به موخو ته ورسیږي.