عراقي ځواکونو د فلوجې ښار په بشپړه توګه نيولی
عراقي ځواکونه وايي د فلوجې ښار کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې تر ولکې لاندې وروستۍ سيمه يې نېولې ده.
د عراق پوځ يوه جنرال عبدالوهاب الساعدي ويلي چې ځواکونه يې د داعش نومې ډلې تر ولکې لاندې وروستۍ سيمې جولان ته ننوتلې دي.
نوموړی زياتوي ښار يې اوس په بشپړه توګه ازاد کړی دی.
د روانې مياشتې په پيل کې د عراق لومړي وزير حيدر العبادي د پوځ له خوا په دغه ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ له نيولو وروسته يې پر دغه ودانۍ بيراغ ځړولی و او له “اسلامي دولت” نومې ډلې څخه د ښار بېرته نيولو له امله يې د پوځ مننه کړې وه.
جنرال عبدالوهاب الساعدي وايي، د فلوجې د بېرته نيولو په ترڅ کې یې شاوخوا “۱۸ سوه اورپکي” وژلي دي.
د دغې جګړې له امله لسګونه زره کسان له خپلو کورونو بېځايه شوي، چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. د ناروې د کډوالو څانګه وايي دغه کسان په سخته ګرمۍ کې بې له کومې سرپناه ژوند کوي.
د عراق لومړي وزير د دغې ښار د بېرته نيولو لپاره په مې مياشت کې عمليات پيل کړي دي.
فلوجه د لوېديځ ولايت انبار يو لوی ښار دی او دا لومړۍ سيمه ده چې “اسلامي دولت” نومې ډلې پري ولکه ټينګه کړې وه، چې بيا يې وروسته د سوريې او عراق لويه برخه ونيوله.
د عراق لومړی وزير وايي راتلونکی هدف يې د موصل ښار دی، دغه ښار هم له ۲۰۱۴ کال راهيسې د “اسلامي دولت” ډلې تر ولکې لاندې دی او د عراق پوځ د مارچ له میاشتې راهيسې د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.