آیت الله شیخ عیسی قاسم

دآل خلیفه رژیم ته دسردار سلیماني خبرداری

بسم الله الرحمن الرحیم

دبحرین مظلوم او مسلمان ولس له ډيرې مودې راهیسې تر ظلم، تبعیض، بې عدالتی، تحقیر او انساني ضد کړنو تر سیوري لاندې شپې ورځې تیروي. له دې سره چې پر دې کسانو ډيری درانه فشارونه، نژاد پالنې کړنې چې د دولتي کړیو له لوري پردوی شتون لري، حتی در دي چې ددوی دیني او سیاسي مشران بندي کیږي ښځې او ماشومان یې وژل کیږي او دی تر ډيره ربړول شوي، ددوی تابع

آیت الله شیخ عیسی قاسم
آیت الله شیخ عیسی قاسم

یت ور ځینې اخستل شوی او د آل خلیفه د حکومت له لوري ددوی حق او حقوق څخه سرغړونه شوي او په دې ډول ډيری نورې ناخوالي له دوی سره تر سره شوي دي، خو بیا هم دوی په سوله ایزو لاریونونو لاس پورې کړی او خپل غږ یې له دې پرته چې سوله ایز لاریونونه تر سره کړي په تاوتخریوالي لاس ندی پوره کړی. خود آل خلیفه حکومت زور زیاتی تر هغې کچې رسیدلی چې د خلکو ساتنې ته نه پاملرنه اوددوی سلمي خوځښت ته له پاملرنې پرته چې پر وړاندې یې ملګرو ملتونو هم مانا داره پټه خوله غورهکړې، امریکا او عربي هیوادونه د لویدیځوهیوادونو په ملتیا دبحرین خلکو ته پر فشارونو ډیرښت راوستلی دی.

د شیخ علی سلمان په څیر د یو شمیر مشرانو پّ غیر قانوني ډول نیول چې پر وړاندې یې نړیوالې ټولنې پټه خوله غوره کړې او کوم غبرګون یې ندی ښودلی دبحرین حکومت یې لا نور هم زړور کړی او د بحرین دیني مشر حضرت آیت الله شیخ عیسی قاسم پر وړاندې یې ګواښونه رامنځ ته کړي دي، چې په هکله یې بحرینیان او د سیمې خلک له اندیښنو سره مخ کړي دي.

له دې داسې ښکاري چې د آل خلیفه حکومت د خلکو له سوله ایز لاریون څخه ناوړه ګټه اخلي او د خکو له ریښتنې قهر په هکله په څه نه پوهیږي. په دې دوی ښه پوهیږي چې د آیت الله شیخ عیسی قاسم پر شخصي حریم تیری له سرو کرښو څخه شمیرل کیږي چې له دې کرښو په تیریدو سره به په ټوله سیمه کې د اور لمبې ډيرې کړي چې بیا نه یواځې دا هیواد بلکې سیمه له ډيریو ستونزو سره مخ کړي.

له دې سره ویل کیږي چې د بحرین د خلکو لپاره له مقاومت پرته بله کومه لاره نده پاتې چې تاوان به یې د آل خلیفه حکومت ورکوي چې بیا به یې کابو کول ستونزمن وي او د بحرین حکومت باید پر دې پوه شي چې د بحرین د مشرانو نیول او ددوی پر حریمونو تیری او همدارنګه ددې هیواد پر خلکو د فشارونو نتیجه به د یوې خونړۍ پیښې د رامڼخ ته کیدو پیل نامه وي او پړه به یې د هغه کسانو پر غاړه وي چې د بیځایه ګامونو پورته کولو ته مشروعیت ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *