د ملگروملتونو د امنیت شورا پرون د سه شنبې په ورځ په نیوېارک کې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړي استازي په تازه رپوټ باندې د بحث په خاطر فوق العاده غونډه وکړهAC6D24BD-BB19-4B9F-97E6-C902466C68B7_w987_r1_s.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود سیقل اود ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون هم پرونۍ غونډې ته وینا وکړه.

په پرونۍ غونډه کې د امنیت د شورا پنځو دائمي غړو او لسو نوبتي غړو په خپلو ویناگانو کې په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضع په اړه د ملگروملتونو د ځانگړي استازي (نیکولاس هیسوم) وروستې رپوټ واوریده.

په دې رپوټ کې په نړیوالې سولې او ثبات باندې د افغانستان د موجوده خرابې امنیتي وضعې د منفي آغیزې، د طالبانو اوحکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د امکاناتو په اړه په تفصیل ذکر شوې دی.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي (نیکولاس هیسم) چې دا رپوټ یي برابرکړې دی، په خپله وینا کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د ترمنځ د روغې جوړې په لاره کې پرتوخنډونو ته اشاره وکړه او د یوه دومداره سوله ایز حل پرضرورت یي تاکید وکړ.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر( محمود سیقل) چې د امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کی یی د خپل حکومت په استازیتوب وینا وکړه ، د امنیت د شورا غړي د طالبانو وژونکو بریدونواو د پاکستان پوځي لاس وهنو ته متوجه کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *