د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره له شپږ ورځني ځنډ وروسته پرانیستل شوه، چې دواړو غاړو ته یې مالي زیانونه واړول او ګڼ خلک، ګاډي او مالونه دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو.

د ننګرهار چارواکي وايي، یوازې قانوني اسنادو لرونکو کسانو ته پر لاره د اوښتو راوښتو اجازه ورکول کېږي160618041237_torkham_border_640x360_afp_nocredit.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، پوله پرانیستل شوې او یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې قانوني اسناد (پاسپورت او وېزې) ولري او دواړو غاړو ته به ولاړ ګاډي هم حرکت کوي.

د ښاروالۍ مامورین او کارکوونکي د تورخم دروازې خوا ته ورغلي چې په تېرو شپږو ورځو کې د جګړې په ترڅ کې چې هلته کومه ویجاړي رامنځ ته شوې وه هغه پاکه کړي.

بل خوا، د خيبر د ځايي ادارې (پولټيکل ادارې) يو مشر چارواکي يا تحصيل دار غنچه گل خبرو کې وويل چې دا خبرې د شنبې په شپه د دواړو خواوو ترمنځ ترسره شوې، چې د پرېکړې ترمخه د شنبې له سهاره به دا لاره د تگ راتگ لپاره پرانستل کېږي.

دا لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د يوې نوې دروازې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې. دې نښتو کې دواړو خواوو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

دې پاکستاني چارواکي وويل “د پاکستان په خاوره د دروازې جوړول به دوام کوي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *