د داعش پر ضد په مبارزه کې د روسیې په ملاتړ د سوریې د اردو بریاوې کولای شي، هغه جګړه ماران، چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتو څخه سوریې ته تللي، دېته اړ کړي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او هلته حالات زیات کړکېچن کړي81763439-70169406.

دغه نظر د روسیې فدراسیون د پارلمان د ولسي جرګې د بین امللي اړیکو د کمېټې غړي انور محمودوف په سوریه کې له جګړه مارانو سره د آق تپې د ترهګرو د احتمالي اړیکو په تړاو د قزاقستان د کورنیو چارو د وزیر کلموخانبېت قاسموف پر اعلامیه د تبصرې په ترڅ کې وکړه. وکیل دا هم په ټينګار وویل چې له نورو لېوالو هېوادونو سره د روسیې د دوه اړخیزې همکارۍ ژورتیا او د بېلابېلو سیمه ییزو سازمانونو او ټولنو په اډانه کې همکاري کولای شي، چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې شونتیاوې زیاتې او ګټورې کړې.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزیر کلموخانبېت قاسموف د جون پر ۱۴ —مه خبر ورکړ، چې هغو ترهګرو، چې په اق تپه ښار کې یې ترهګریز بریدونه وکړل، لارښوونې د سوریې له خاورې ترلاسه کولې. وزیر زیاته کړه، چې د ترهګریز برید په چمتو کولو کې له ټولو ۴۵ برخوالو څخه ژوندیو پاتې شوو وګړو دا خبره کوله، چې یوه سختدریځه افراطي امام له دوی څخه د دغه برید د کولو غوښتنه وکړه. دوی د امام خبره ومنله او د جهاد کولو لپاره راپورته شول.

د یادولو وړ ده، چې د افراطیونو یوې ډلې، د جون پر ۵ په آق تپه کې د وسلې پر پلورنځیو او پوځي قطعه برید وکړ. په دغه پېښه کې ټول ۸ تنه ووژل شول، چې درې پکې پوځیان دي. له دغې پېښې وروسته په ترهګري ضد چاڼیزو عملیاتو کې ۱۸ تنه جنایتکاران له منځه یووړل شول او ۱۲ تنه نور ژوندي ونېول شول.

یوه قزاقي سیاستپوه دانییار هاشیمبایف د روسیې له «ایزوېستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: اوس مهال خو په هېواد کې ترهګریز بریدونه ډېر لږ دي. یو نیم چېرته وشي. خو په ټوله کې په قزاقستان او سیمه کې د وضعې د خړپړتیا پوړۍ ورو په ورو لوړیږي. دانییار هاشیمبایف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

«په آق تپه کې پېښې — دا دومره ښه چمتو شوی ترهګریز برید نه و، نو ځکه امنیتي اورګانونو په ډېره چټکۍ شنډه کړ. دا په واقعیت کې یو خپلسری عمل وو، خو دغه عمل په داسې شرایطو کې سرته ورسول شو، چې په قزاقستان او ټوله سیمه کې د سختدریځۍ او افراطیت مفکورې په ډېره چټکۍ خپریږي او پراختیا مومي. او د دغو مفکورو د خپرېدا علت دا دی، چې د انترنېټ له لارې د خلکو په منځ کې ډېر فعال تبلیغ کیږي. همدارنګه د ناقانوني کتابونو، رسالو او شپې پاڼو خپرېدا هم په دغه کار کې زیات رول لري. پر همدې سربېره له بهر نه هم هېواد ته استخدامچیان او تبلیغیان راځي».

دانییار هاشیمبایف په ټینګار وایي، چې اوس مهال خو د قزاقستان امنیتي اورګانونه په خپل کار کې په ټوله کې بریالي دي. دوی هغه وګړي څاري او نیسي، چې په سوریه کې یې په جنګونو کې ګډون کړی وو. او هغه کسان هم څارل کیږي او نېول کیږي، چې تازه سوریې ته د جنګ لپاره د تللو هڅه کوي. د

دانییار هاشیمبایف له خولې، د دې احتما هم زیات دی، چې په راتلونکې کې نه یوازې په قزاقستان کې، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې هم د افراطیونو فعالیت زیات او پراخ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *