د رارسیدلو ریپوټونو له مخې نن ماښام پاکستاني په نامه ملیشو یو ځل بیا د افغان پوله ساتو ځواکونو پر مورچلو بریدونه پیل کړي او افغان پوله ساتو ځواکونو هم ځوابي برید کړی دی.

د ریپوټونو له مخې په دې نښته کې د پآکستاني پوله ساتو ځواکونو یوه پوسته سوځیدلې او کیدای شي دوی ته مرګ ژوبله هم اوښتې وي. تر اوسه ددې نښتېtorkham-4c32f د مرګ ژوبلې په هکله کره مالومات ندي تر لاسه شوي. که څه هم ویل کیږي چې پّه دې نښته کې پاکستاني پوځ ګډون نلري خو د تیرې نښتې په لړ کې د یوه پاکستاني پوځي افسر له ټپی کیدو او بیا وروسته یې د سا ورکول ددې ښکارندوي کوي چې په دې جګړه کې پآکستاني پوځ هم ونډه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *