په اسلامي هیوادونو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د قران کریم د ناستو د خوږو خاطرو رامنځ ته کونکې او د دې تل پاتې کتاب سره د انس رامنځ ته کونکې وي.

ددې مبارکې میاشتې په لړ کې هر ځای او په هره سیمه کې چې جوماتونه اومدرسېهم پکې راځي د قران کریم سره د انس ناستې تر سترګو کیږي په دې ناستو کې زوړ ځوان ماشوم ا13435775_1104396172954835_699028364_nو تنکي ځوانان د قران کریم په تلاوت او قرات اخته  او بوخت وي او د هیواد فضا او حالاتو ته ځآنګړی بوی ورکوي. د ډيری اسلامي نړۍ مشران او کسان په دې آند دي چې د قران کریم د انس ناستې او غونډو، ددوی په مذهبي شخصیت جوړونه کې مهم رول لوبولی دی او په دې ناستو کې ددو مینه عشق او علاقه آسماني ارزښتونو ته پیاوړې او ځواکمنه شوې ده.

د روژې مبارکې میاشتې په دیرشو ورځو کې هره ورځ د وحې کلام یو جز قرات کیږي ترڅو ټول قرانکریم ختم شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *